د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له حماس څخه غوښتي چې له اسراییلو سره د ۶۰ ورځني اوربند پر وړاندیز موافقه وکړي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ټرمپ دغه وړاندیز د “وروستي پیشنهاد” په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې دا طرحه به د قطر او مصر د منځګړیتوب له لارې حماس ته وړاندې شي.
ټرمپ زیاتوي چې د هغه استازو له اسراییلي چارواکو سره یوه “اوږده او رغوونکې” ناسته ترسره کړې، او هیلهمندي یې ښودلې چې د منځني ختیځ د ثبات او سولې لپاره حماس باید دا وړاندیز ومني.
دغه وړاندیز داسې مهال مطرح کېږي چې د غزې وضعیت لا هم ترینګلی دی او نړیوالې هڅې روانې دي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه سیاسي لار وموندل شي.






















