د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف تېره ورځ (دوشنبه) یو نوی قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې په عامه ځایونو کې د مخ پټول رسمي ډول منع ګرځول شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د قانون متن کې څرګند شوې چې هغه لباسونه یا توکي چې د څېرې پېژندنه ستونزمنوي، له دې وروسته به د عامه ځایونو لپاره غیرقانوني وي. خو دغه قانون د روغتیايي اړتیاوو، خرابو موسمې شرایطو، او ورزشي یا کلتوري مراسمو په مواردو کې استثناوې لري.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي، چې د مرکزي اسیا یو شمېر نورو هېوادونو هم په وروستیو کلونو کې ورته محدودیتونه لګولي، چې موخه یې د امنیتي اندېښنو کمول او د ټولنیزې نظم ساتنه بلل شوې ده.
که څه هم چارواکو نه دي ویلي چې دا قانون د کوم خاص فرهنګي یا مذهبي هدف پر ضد وضع شوی، خو د قانون انتقاد کوونکي دا اقدام د مذهبي ازادیو پر وړاندې محدودیت بولي.
د قزاقستان حکومت تراوسه د دې قانون د تطبیق د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي، خو تمه ده چې دا پرېکړه به د هېواد د امنیتي تګلارو یوه برخه وګرځي.






























