د اسراییل او ایران تر منځ تر دوه اوونیزې جګړې وروسته، او همداراز د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو وروسته، د منځني ختیځ په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د واشنګټن پوسټ په یوه تازه مقاله کې، د امنیتي چارو دوه کارپوهانو ویلي چې اوس په سیمه کې د امریکايي ځواکونو شتون د ځواک ښکارندويي نه، بلکې د احتمالي ضعف نښه ګرځېدلې ده.
د دغو کارپوهانو د څرګندونو له مخې، په یاد برید کې د امریکا پرمختللې بي-۲ بموَر الوتکې، چې له اصلي خاورې یې پرواز کړی و، ګډون درلود او همداراز له اوبتلو څخه توغول شوي ټاماهاوک توغندي هم کارول شوي دي.
امنیتي شنونکي باور لري، چې ایران به له دې وروسته د امریکا نظامي اډې خپلو احتمالي اهدافو کې شاملې وساتي. د دوی په وینا، اوس مناسب وخت دی چې امریکا باید له منځني ختیځ څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو جدي ارزونه وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، د ایران د غبرګون په ترڅ کې، په قطر کې د العُدید هوايي اډه چېرې چې د امریکا یوه لویه پوځي اډه موقعیت لري، د ایران د توغندیو هدف وګرځېده.
اوسمهال سیمه د بل احتمالي پراخ کړکېچ له ګواښ سره مخ ده او د نړیوالو اړیکو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د تاوتریخوالي هر ډول پراخېدا به نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال امنیت هم اغېزمن کړي.






















