د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د رهبر آیتالله علي خامنهيي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې هغه باید له اسراییلو سره د جګړې په اړه «رښتیا» ووایي او «د ماتې منلو جرئت ولري».
ښاغلي ټرمپ د جمعې په ماښام یوه خبري کنفرانس ته وویل:
«ته یو باایمانه کس یې، خلک دې درناوی کوي، نو باید دروغ ونه وایې. کلکه ماته دې وخوړه.»
ټرمپ زیاته کړه چې دواړو لورو – ایران او اسراییلو – یو بل ته سخت ګوزارونه ورکړي، خو د خامنهيي ادعاوې «د حقیقت نه ډېر لېرې» دي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر په غبرګون کې ویلي، که ولسمشر ټرمپ د خبرو او تړون غوښتونکی وي، باید د ایران د رهبر په اړه له «غیر محترمانه او نه منلو وړ» څرګندونو ډډه وکړي.


































