د افغانستان د ازادو سیالیو ستوري مبارز، احمدولي هوتک، له درې کلن ځنډ وروسته په بریالۍ بڼه بېرته سیالۍ ته راوګرځېد. نوموړي د «ګلوبل سریز» د ۹۱م پړاو په سیالۍ کې، چې د بلاروس په پلازمېنه مینسک کې ترسره شوه، خپل روسی سیال سیدګاد ژیرکوف ته د سبمېشن په تخنیک ماتې ورکړه.
هوتک دا سیالي د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د پرایم هال ورزشي مرکز کې تر سره کړه، چې پکې یې خپل تسلط وښود او ژیرکوف یې تسلیمېدو ته اړ کړ. سبمېشن هغه تخنیک دی چې پکې مبارز هڅه کوي خپل سیال د شدید درد یا بې وسۍ له امله تسلیم ته مجبوره کړي.
احمدولي هوتک تر دې مخکې ۱۱ سیالۍ ګټلې وې او یوازې یوه یې بایللې وه. د نن شپې بریا د هغه د بریالیو سیالیو شمېر ۱۲ ته ورسوه. بلخوا روسی سیال ژیرکوف تر دې وړاندې څلور سیالۍ ترسره کړې وې، چې درې یې ګټلې وې او یوازې یوه یې بایللې وه، خو دا یې دویمه ماتې وه.
هوتک له سیالۍ وروسته پر خپلې فیسبوک پاڼې د افغان ولس ستاینه وکړه او بریا یې له خپلو مینهوالو سره ونمانځله.


















