د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمېټې مشر د سویلي او منځنۍ آسیا په چارو کې، بیل هایزنگا، ادعا کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای ګرځېدلی دی.
نوموړي ویلي، د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څېر ډلو ګواښونه د ثبت شوي تاریخ تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي، او دا ډلې هڅه کوي چې په سیمهییزه او نړیواله کچه بریدونه ترسره کړي.
اسلامي امارت تر اوسه د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې څو ځله ویلي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی، او د هېڅ ډلې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي.
























