ولسمشر غنی د کورنیو چارو وزارت د عامه امن او نظم د پخواني قومندان، زمری پيکان د نیولو امر وکړ.
ولسمشر غني چې نن یکشنبې یې کابل کې فساد سره مبارزې ناسته کې خبرې کولې، د کورنیو چارو پر وزیر غږ وکړ چې زمری پيکان بې له ځنډه ونیسي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل زمری پیکان د کورنیو چارو وزارت د فساد پر زړه بدل کړی او دا نور ورته د منلو نه ده چې عدلي او قضایي مرکز یې د نیولو امر کړی وي او دی تر اوسه نه وي نیول شوی.
زمری پیکان درې کاله وړاندې د خپلو صلاحیتونو د ناسمې کارونې او قتل په تور په اته کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شوی دی، خو تر اوسه نه دی نیول شوی.