د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) وروستۍ ارزونه څرګندوي چې پر ایران ترسره شوي هوايي بریدونه د دغه هېواد اټومي پروګرام بشپړ له منځه نهدی وړی، بلکې ښايي یوازې یې څو میاشتې ځنډولی وي.
په راپور کې راغلي، د یورانیمو زېرمه او سانتریفیوژونه تر ډېره خوندي پاتې دي او داسې باور کېږي چې ایران تر بریدونو وړاندې ځینې حساس تجهیزات بل ځای ته لېږدولي وي.
خو سپینه ماڼۍ د پنټاګون دا ارزونه رد کړې او ولسمشر ډونالډ ټرامپ په وینا ټینګار کوي چې بریدونه د ایران اټومي تاسیسات “یومخ له منځه وړي” دي.
دا ضد و نقیض دریځونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې نړیوالې اندېښنې د ایران د اټومي پروګرام د بیا فعاله کېدو په اړه زیاتې شوې دي.
دا بریدونه درې ورځې مخکې د فردو، نطنز او اصفهان پر بټیو شوي وو.
























