د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې د امریکا له لوري پر ایران د ترسره شویو پوځي بریدونو له امله ژورې اندېښنې راپورته شوي دي. هغه خبرداری ورکړی چې دا بریدونه کولی شي تاوتریخوالی په خطرناکه توګه زیات کړي او نړیواله سوله او امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي.
ګوټرېش زیاته کړه: «پوځي اقدامات هېڅ حل لاره نه لري، او یوازینۍ معقوله او دوامداره لاره د شخړې د حل لپاره ډېپلوماسي ده». نوموړي له ټولو اړخونو وغوښتل چې ژر تر ژره تاوتریخوالی راکم کړي او د خبرو مېز ته راوګرځي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې شاوخوا درې ساعته وړاندې د امریکا جنګي الوتکو، چې راپورونه یې B-2 بم غورځونکې الوتکې یادوي، د ایران د فردو په ګډون پر یو شمېر مهمو اټومي تاسیساتو هوايي بریدونه ترسره کړل.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې دا عملیات یې د خپلو ستراتېژیکو پریکړو دوام بولي، دغه بریدونه بریالي بللي. نوموړي ویلي: «زموږ ځواکونه خپل ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړ، او الوتکې مو خوندي بېرته راستنې شوې دي.»
د وضعیت حساسیت ته په کتو، نړیوال د سیمهییزو او نړیوالو غبرګونونو څار ته دوام ورکوي، او د تاوتریخوالي د پراخېدو اندېښنه ورځ تر بلې زیاتیږي.


















