د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د اسراییلو وروستي بریدونه پر ایران په کلکو ټکو وغندل.
اردوغان وویل، دا بریدونه په داسې حساس وخت کې ترسره شول چې تهران له واشنګټن سره د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرې کولې. نوموړي زیاته کړه چې اسراییل په ښکاره ډول هڅه کوي د منځني ختیځ ثبات ګډوډ کړي.
د ترکیې ولسمشر د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت د سولې پر وړاندې لوی خنډ وباله او څرګنده یې کړه چې اسراییل د سیمې د ټیکاو او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.
اردوغان له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د اسراییلي یرغل پر وړاندې یو موټی دریځ غوره کړي او د سیمې د ثبات او سولې لپاره ګډې هڅې وکړي.

























