د افغانستان کریکټ بورډ ادارې اصغر افغان د ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر ټاکلی دی.
د کریکټ بورډ مشر ریحان یوسفزي نن چهارشنبې په یوه ناسته کې دا پریکړه اعلان کړه.د دې پریکړې له مخې راشد خان چې وړاندې کپتان و د اصغر افغان مرستیال ټاکل شوی دی.
له دې وروسته به اصغر افغان د کریکټ د ټولو فارمټونو کپتاني کوي.