د طالبانو د قطر سیاسي دفتر هغه رپوتونه رد کړل، چې ګني طالبان د بندیانو تبادلې په بدل کې د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرې پيلوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دوی د بندیانو تبادله کې د افغانستان حکومت سره هیڅ معامله نه ده کړې.
شاهین په یوه ټویټ کې ویلي: “مونږ دا راپور چې د اسلامي امارت درې بندیان د کابل ادارې سره د کومې معاملې او یاد راتلونکو مخامخ مذاکراتو لپاره خوشې شوي، په کلکه ردوو، هیڅ حقیقت نلري.”
د افغانستان په زندانونو کې د حقاني شبکې درې لوړپوړي غړي او طالبانو سره د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه تنه استادان پرون د سه شنبې په ورځ تبادله شول.
طالبانو او امریکایانو د دغې تبادلې هرکلی کړی او دا یې سولې ته رسیدو لپاره یو ښه ګام بللې ده.
د افغانستان حکومت مخکې اعلان کړی و چې طالب زندانیان به د افغانستان ملي ګټو ته په کتو سره خوشې کیږي.
طالبانو د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو په بدل کې بهرني بندیان امریکایانو ته وسپال، خو معلومه نه ده چې د افغانستان حکومت او افغانان په دې معامله کې کومه ګټه کړې ده.