ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند، رحمت الله نبیل وایي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوماندانو هیڅ یوې غوښتنې ته قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی.
ښاغلي نبیل چې نن دوشبنې یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل د ټاکنو کمیسیون باید د هغو ۱۳۷ زره جعلي رایو په اړه وضاحت ورکړي چې سیسټم ته یې پر داخلولو ټینګار کوي.
نبیل پرته له دې چې د کوم ټیم نوم واخلي وویل، د ټاکنو کمیسیون د هغې ټاکنیزې ډلې په غوښتنه چې چا ورباندې باور نه دی کړی او رایې یې نه دي ورکړي، هڅه کوي ۱۳۷ زره هغه رایې چې ادرس یې معلوم نه دی سیسټم ته داخلې او وشمېري.
نوموړي له ټاکنو کمیسیونه غوښتنه وکړه چې د همدې رایو په اړه باید معلومات ورکړي چې له کومه شوې او په کوم اساس باید سیسټم ته داخلې کړل شي.
هغه ټینګار وکړ چې د ټاکنو کمیسیون د خلکو او ولسواکۍ د برخلیک په تړاو مسوولیت لري نو باید یوازې د خپل برخلیک په اړه فکر ونه کړي.
نبیل زیاته کړه چې افغانستان له بیلابیلو بحرانونو سره مخ دی او د ټاکنیز بحران رامنځته کېدل به هېواد له نه جبرانېدونکې ماتې سره مخ کړي.
رحمت الله نبیل همدا راز زیاته کړه چې هیڅوک باید دا هڅه ونه کړي چې امنیتي ځواکونه د شخصي ګټو لپاره په سیاسي او ټاکنیزو مسایلو کې داخل کړي.
نبیل دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د ثبات او همپالنې ډلې پلویانو له لوري په یو شمېر ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر درول شوی دی، خو ټاکنو کمیسیون وایي دوی به خپلې چارې په خپلواکه توګه مخ پر وړاندې بوځي.