د پاکستان او اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې لوبلړۍ په دریمه شل اوریزه لوبه کې پاکستاني توپ وهونکو د اسټرالیايي توپ اچوونکو لسو اورونو پر وړاندې یوه منډه هم ونه کړای شوه.
دا لوبه پرون جمعه د اسټرالیا په (پرت سټیډیم) کې ترسره شوه چې اسټرالیایۍ لوبډلې لوبه په لسو ویکټو وګټله.
د دې شل اوریزو لوبو د سریز دوې لوبې اسټرالیا وګټلې او یوه د باران له امله ونه شوه.
دا په داسې حال کې دي چې پاکستان د شل اوریزو لوبو نړیواله درجه بندۍ کې لومړی ځای لري.
د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې پاکستان ته د منډو جوړولو وار ورکړ. پاکستان په شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان سره، ۱۰۶ منډې جوړې کړې.
په دوی کې یواځې افتخار احمد و چې له ټولو زیاتې ۴۵ منډې یې جوړې کړې.
د اسټرالیا په توپ اچوونکو کې بیا سټارک ۲، ابوټ ۲ او ریچرډسن ۳ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې غوره لوبغاړی ابوټ او د سریز غوره لوبغاړی سټیوېن سمېت وټاکل شو.
د پام وړ ټکی یې دا و چې پاکستاني توپ وهونکو د اسټرالیا د توپ اچوونکو ۶۱ توپونه پرته له منډو جوړولو پریښودل، په دې مانا چې د ټولو شلو اورونو په جریان کې یې ۶۱ توپونه مس کړل.
د لوبې بل د پام وړ ټکی دا و چې د اسټرالیا ارون فینچ او ډیویډ وارنر هدف ته تر رسیدو ودریدل او لوبه یې په لسو ویکټو وګټله.
پاکستان په تیرو څو لوبلړیو کې د توقع خلاف لوبې کړي او پرلپسې لوبې یې بایللي دي.