روسیې چارواکو ویلي چمتو دي چې په افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې پانګونه کړي او پخوانی پروژي هم تکمیل کړي.
دا څرګندونې په اوزبیکستان کې د شانګهای همکاریو سازمان ناستې په څنډه کې د روسیې لومړي وزیر، دیمتري مدویدوف او اجراییه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ په لیدنه کې شوي دي.
د روسیې د تاس خبري اژانس د رپوټ پر اساس د روسیې لومړي وزیر په دغه لیدنه کې ویلي روسیه له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې پانګونې ته چمتو ده اوهمدارنګه هغه پخوانۍ بیاروغونې پروژې چې په تیرو کې یې افغانستان کې کړي دي بیرته جوړې کړي.
په ناسته کې د یادې موخې ترلاسه کولو لپاره د یوې اقتصادي کړنلارې پر جوړولو هم ټینګار شوی دی.
اجراییه ریاست ویلي دي چې په دې لیدنه کې د روسیې لومړي وزیر همدارنګه هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې به ډير ژر سوله رامنځته شي.
دیمتري مدویدوف ویلي روسیه لیواله ده چې افغانستان سره سوداګرۍ په برخه کې خپلو کارونو ته زیاتوالی ورکړي.
د افغانستان دولت باور لري چې سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د مرستې کولای شي چې افغانستان د ځان بساینې په برخه لوړې نقطې ته ورسوي. د راپورنو له مخې تر اوسه پورې هم د کابل او مسکو ترمنځ توکو ګرځیدنه سل میلیونه ډالره لګښت لري.