د ارزګان دهراوود ولسوالۍ په بازار امنيه قومندانۍ ته نژدې ځانمرګی بريد شوی دی.
دا برید نن شنبې له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د مېوې د مارکېټ سره شوی دی.
د بريد هدف دد ې ولسوالۍ امنيه قومندان، شاه محمد شاه بلل شوی دی.
شاه محمد چې یو نابینا قومندان دی، ددې ولسوالۍ امنیتي چارې سمالوي او تر ډېره يې دغه سيمه خوندي ساتلې ده.
ځايي سرچینې وایيپه بريد کي شاه محمد ته زيان ندی اوښتی.
پرعبدالمنان علیزي