د بنګله د کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د دغه هیواد له کریکټ پورډ سره له پریکون نه لاس واخیست.
دغو لوبغاړو چې شکیب الحسن یې په سر کې و وروسته له هغه خپل اعتصاب پای ته ورساوه، چې د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن په ۲ساعته لیدنه کې د ټولو ستونزو د اوریدو او ژمنو د پوره کولو ژمنه وکړه.
بنګله دیشي لوبغاړو ویلي دي چې دوی به بیرته خپلو لوبو ته ستانه شي چې له مخی به یی د هندوستان پلان شوي سفر ته هم لاړ شي.
بنګله دیشي لوبغاړو د معاشاتو او نورو غوښتنو د نه عملي کیدو له کبله دتیری دوشنبې په ورځ له بنګله دیش کرکټ بورډ سره بایکاټ کړی و.