د کابل اوسېدونکی سید موسی، د سید داوود سادات زوی، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کانکور ازموینې لومړی نمبره اعلان شوی دی.
د ازموینو د ملي ادارې پایلو له مخې، سید موسی توانېدلی چې له ټولو ۳۶۰ نمرو څخه ۳۵۶.۵۷ نمرې ترلاسه کړي او په هېواد کې د سږني کانکور غوره محصل وپېژندل شي.
سید موسی په کابل کې له یوه خصوصي عالي لېسې فارغ شوی او د خپلې لوړې علمي لاسته راوړنې په پایله کې یې د کابل طبي پوهنتون ته لار موندلې ده.
د کانکور دا بریا د نوموړي د نه ستړې کېدونکو هڅو، د ښوونکو د زحمت او د کورنۍ د ملاتړ نتیجه بلل شوې، او تمه ده چې سید موسی به د طب په ډګر کې د هېواد یوه بریالۍ علمي څېره وګرځي.




























