ولسمشر غني د ننګرهار د هسکې مینې وروستۍ پيښې قربانیانو کورنیو سره غمشریکۍ لپاره ننګرهار ته تللی دی.
ولسمشر غني نن یکشنبې د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ ته رسیدلی دی.
ویل کیږي چې ولسمشر به د پيښې زیامنو سره غمشریکې ترڅنګ دوی سره مالي مرستې هم اعلان کړي.
په دغه سفر کى له ولسمشر سر ه د امنيت شورا مشر، حمدالله محب، د مشرانو جرګي مشر فضل هادي مسلمیار او د ولسي حرګى مرستيال امير خان يار، يو شمير سلاکاران، د ولسي جرګې غړي، د کابينې يو شمير وزيران او نور ملتيا کوي.
ولسمشر غني په هسکه مینه کې د خبرو پرمهال د پيښې غندنې ترڅنګ وویل چې د یادې پيښې عاملین به جهنم ته لیږي.
غني همداشان د هسکې مینې له خلکو مننه وکړه چې له ده یې تود هرکلی وکړ.
هغه همداشان وویل د شینوارو له ولسونو چې داعش ته یې ماتې ورکړې، د زړه له کومې مننه کوي.د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ کې د چاودنې په پایله کې د وژل شوو شمیر ۷۰ تنو او د ټپيانو شمیر هم نږدې ۴۰ تنو ته رسیدلی دی.
دا پيښه د تیرې جمعې په ورځ په یو جومات کې د لمانځه پر مهال شوی دی.