د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنۍ پایلو اعلان د یوې اونۍ لپاره وځنډيدې.
د ټاکنو کمیسیون کې یوې سرچینې یک تلویزیون ته وویل پایلې ځکه ځنډیدلي چې تر اوسه رایې نه دي چاڼ شوي.
ټاکل شوې وه لومړنۍ پایلې د تلې د میراشتې په ۲۷ نیټه اعلان شي.
د ټاکنو کمیسیون تیره ورځ اعلان وکړ چې د بایومټریک ماشیونو ټولې رایې د ټاکنو مرکزي سرور ته داخلې کړي او له دې وروسته به د پاکو او نا پاکو رایو بیلول پيل شي.