طبیعي پيښو ته رسیدنې چارو کې د دولت وزارت وایي د افغانستان ۱۰۷ ولسوالۍ له سترو طبیعي ګواښونو سره مخ دي.
د یاد وزارت په وینا د هیواد ۱۰۷ ولسوالۍ په راتلونکي ژمني کې د سیلابونو او زیات ورښت له خطر سره مخ دي.
دا ولسوالۍ د هیواد ختیځو، شمالي او ځینې یې په مرکزي ولایتونو کې دي چې اټکل شوی له زیاتو سیلابونو او ورښتونو سره به مخ وي.
ددغه وزارت چارواکي دې برخه کې د امریکا، جاپان او اروپایي اتحادیې د ۲۴میلیونو ډالرو له مرستو هم خبر ورکړی.
طبیعي پيښو ته رسیدنې چارو کې د دولت وزارت وایي له تیر کال راهیسې ۴۰۰ زره کسان په افغانستان کې د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي.
ملګري ملتونه وایي طبیعي پيښو سره مبارزې په برخه کې افغانستان سره مرسته کوي.
دا وړاند وینه داسې حال کې شوې، چې په تیرو څو ورځو کې په پروان او پنجشیر ولایتونو کې له وخته وړاندې ورښتونو خلکو ته زیانونه واړول.
یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې اقلیمي بدلون د طبیعي پيښو د زیاتیدو یو عمده لامل دی.