افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یونما د تلې د شپږمې ولسمشریزې ټاکنې د تیرو ټاکنو په پرتله بشپړې بللې او زیاته کړې یې ده چې دا ټاکنې پرځان د اتکا پرلور د افغانستان د لیږد په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده.
یونما په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه بنسټد تلې شپږمه نیټه کېکله چې افغانان د خپل غږ دپورته کولو په موخه پهولسمشرۍ ټاکنو کې دګډون لپاره را ووتل او راتلونکي ولسمشر ته یې په رایې ورکولو سره له خپل قانوني حقه ګټه پورته کړه، هڅیدلې ده.
یونما وایي افغانانو له امنیتي ګواښونو سره سره دښه راتلونکي لپاره خپله رایه ورکړه او دغه رایه ورکوونکي د خپلې مدني دندې د ترسره کولو له کبله د ستاینې وړ دي.
په اعلامیه کې راغلي: “اوس، ټول افغان چارواکي او ښکیل اړخونه، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ګډون، سیاسي ډلې، حکومت، کاندیدان او ددوی ملاتړي باید د ټاکنو د خوندیتوب، بشپړولو او ددغه بهیر دحراست لپاره، په ځانګړي ډول جدول بندۍ او د پایلو اعلان ته په پام سره، خپلې ژمنې وښيي.“
یوناما همداشانله ټولو برخه والو غوښتي، چې د نظر له ورکولو وړاندېد رایې شمیرلو د بهیر په اړه دقیق درک ولرياو همدارنګه له دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو غواړي، چې ددغه بهیر د توضیح په ګډون د رایو شمیرلو له بهیر څخه دټولو برخه والو اړخونو د روښانه او صریح پوهاوي په اړه ځان ډاډمن کړي.
یونما وایي ټولې ښکیلې غاړې د ټاکنو د باوري کیدو لپاره ګډ مسوولیت لري.
اعلامیه کې همداشان راغلي: “ملګرو ملتونو پتییلې چې د افغانستان ټاکنیزو ادارو د درغلیو د مخنیوي لپاره ګڼ شمیر لارې چارې تنظیم کړي، چې شفافیت ډاډمن شي، همدارنګه یوناما څارونکي بنسټونه، سیاسي ډلې، کاندیدان او رایې ورکونکي هڅوي چې د ټاکنو د رایو د شمیرنې د بهیر د حراست او بشپړیدو لپاره فعالانه، اګاهانه او رغونکی رول ترسره کړي.“
یونما ویلي هرهغه افغان چې د درغلیو په اړه شک یا شواهد ولري، مدني مکلفیت لري، چې له اړوندو افغان بنسټونو په خاص ډول د شکایتونو له کمیسیون سره شکایت درج کړي.
اعلامیه کې راغلي چې د باوري تورونو د شته والي په صورت کې، د افغانستان د قانون پلې کونکې ادارې باید ګړندۍ پلټنېوکړي او که مناسبه وي مسوول کسان دې ونیسي او قانوني پلټنې دې ترې وشي.
دا په داسې حال کې دي چې تیره ورځ د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو کمیسیون د کارونو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ګواښ یې وکړ چې که چیرې کمیسیون سیستم ته د بې بایومټریکو رایو له داخلولو لاس وانخلي، دوی به یې پر وړاندې له هرې ممکنې لارې ګټه پورته کړي
د ثبات او همپالنې او دولت جوړوونکي دواړو ټیمونو په ټاکنو کې د بریا ادعا کړې.