د بیربرچن په نوم یو هندي سوالګر له خپل مرګ وروسته دومره پیسې ترشا پریښودې چې پولیس یې ۸ ساعته پر شمیرلو لګیا و.
۶۲کلن بیربرچن د تیرې جمعې په ورځ په ممبی کې د ریل له یوې پټلۍ نه د تیریدو پرمهال ریل ته ورلاندې شو او ساه یې ورکړه.
.د انډیا ټوډې د رپوټ پر اساس، پولیسو د هغه کور کې ۱۷۷ زره هندي فلزي روپۍ وموندلې
له دې ټولو هیښوونکی خبر دا و چې پولیسو یې په کور کې د بانک اویزونه هم وموندل، هغه اویزونه چې ښودل یې هغه ۸۷۷ زره نورې هندي روپۍ په بانکونو کې ایښي دي.
بیربرچن ازاد د هند د راجستان ایالت اصلی اوسیدونکی و او پولیس وایي چې د قضي لا روښانه کولو لپاره یې د هغه کورنۍ سره یوځای څیړنه پيل کړې.
سوالګري یا درویزګري له پیړیو وړاندې رواج لري او په بیلابیلو ټولنو کې یې بڼې او څرنګوالی هم توپیر کړی دی.
د زیات شمیر کارپوهانو په وینا اوس په زیاتره مواردو کې سوالګري پر یو کسب او سوداګري اوښتې ده.
سوالګري تر ډیره په مذهبي او یا وروسته پاتې ټولنو کې زیاته ترسترګو کیږی.
درویزګر داسې ټولنو کې د خلکو مذهبي احسات په پارونکو ویناوو سره پاروي او خلک هم له دې امله چې د عقیدې له مخې د خیرات او صدقي ورکول د لوی اجر او ثواب ترلاسه کولو لاره بولي، د سوالګرو لاس نیوی کوي.
خو داسې ټولنو کې چې وروسته پاتې وي د اصلي بې وزله او کسب کار تر منځ توپير کول هم خورا ګران کار دی.