د ملي یووالي د حکومت اجراییه ریاست یا سپيدار ماڼې یو ځل بیا د ولسمشر غنی د پریکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
ولسمشر غنی تیر ماښام د یوه فرمان له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي له دندې ګوښه کړ او د هغه پرځای یې میرویس ناب د لنډ وخت لپاره دې برخه کې وټاکه.
اجرايه رييس عبدالله عبدالله د بهرنيو چارو وزارت د وياند صبغت احمدي د ګوښه کيدو غبرګون کې، د نوموړي په ملاتړ يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې ددغه وزارت وياند د بهرنيو چارو وزارت رسمي دريځ څرګند کړی او ګوښه کيدل يې له انتخاباتي موضوعاتو سره تړاو لري، نو په دې توګه نوموړی دې د ټاکنو تر نهايي پايلو اعلانيدو پورې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
اصلي کیسه داسې وه چې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او پاکستاني چارواکو سره د لیدنې په تړاو ارګ او د بهرنیو چارو وزارت بیلابیل غبرګونونه وښودل.
ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو د پاکستان هرکلی او دوی سره لیدنې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف وباله، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي بیا د دې کار هرکلی کړی و او ویلي و هر هیواد چې د افغانستان سولې لپاره هڅه کوي دوی یې هرکلی کوي.
بهرنیو چارو وزارت چې مشري یې د صلاح الدین رباني پر غاړه دی د هیواد د اجراییه مشر عبدالله عبدالله کلک ملاتړ له ځان سره لري.
دا لومړی ځل نه دی چې اجراییه مشر د ولسمشر د پریکړې پر وړاندې مقاومت کوي.
له دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزیر، د اجراییه ریاست دویم مرستیال ګوښه کیدو پر وړاندې هم داسې دریځونه رامنځته شوي و.
دا پریکړې او غبرګونونه په داسې حال کې راپورته کیږي چې همدا اوس د ولسمشرۍ ټاکنو د رای شمیرنې بهیر روان دی.