په افغانستان کې په تیرو څو کلونو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه وروستي رپوټونه هیښوونکي دي.
ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې په تیرو څلورو کلونو کې له ۱۲۶۰۰ زیات ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
دغه رپوټ ښيي چې له ۲۰۱۵ کال نه د ۲۰۱۸ کال تر اخره لږ تر لږه ۳۵۰۰ ماشومان وژل شوي او ۹۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دا په تیرو څلورو کلونو کې د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۸۲ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجوریک په دې اړه ویلي: “د ملګرو ملتونو عمومي منشي د حقونو لاندې کولو او ماشومانو مرګ ژوبلې اوچتې کچې په اړه خواشینی دی. افغانستان کې د وسله والو نښتو اغیزې پر ماشومان ډیرې لوړې دي او ماشومان هم د میرمنو په څير د جګړې قربانیان دي.“
رپوټ کې همداشان ویل شوي چې دغه موده کې پر ۱۳ هلکانو او ۴ نجونو جنسي تیری هم شوی دی.
سرچینې ویلي چې په تیرو څلور کلونو کې ۴۶۷ ځلې پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه شوي دي.
دولتي ځواکونه او همداشان د افغانستان مخالفې وسله والې ډلې په دغو بریدونو کې پړه بلل شوي دي.
رپوټ کاږي چې وسله وال طالبان له ۴۵ تر ۶۵ زرو پورې وسله وال لري او همدا راز حقاني ډله د پوځي عملیاتو په برخه کې له طالبانو سره همکاري کوي.
په رپوټ کې همداشان راغلي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په هوایي بریدونو کې د ۴۶۴ تنکیو ځوانانو په شمول ۱۹۴۹ تنه ماشومان وژل شوي دي.
مخالف وسله وال د ۴۳ سلنې ماشومانو او دولتی ځواکونه د ۳۰ سلنه ماشومانو پر وژنې تورن شوي دي.
رپوټ همداشان کاږي چې په تیرو څلورو کلونو کې ۲۷۴ تنه ماشومان د مخالفو وسله والو او دولتي ځواکونو له لوري استخدام شوي او همداشان پر ۱۳ هلکانو او ۴ نجونو جنسي تیری شوی دی.
د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفان دوجوریک ویلي:“د طالبانو او داعش ډلې له خوا د ماشومانو ګمارل لاهم دوام لري او همداشان په تیرو څلورو کلونو کې ۸زره بریدونه پر ښوونځیو او روغتونو د دغو ډلو له خوا ترسره شوي دي.“
دې رپوټ کې د افغانستان په لویدیځ کې د القاعدې پوځي حضور محدود بلل شوی دی او پکې راغلي چې دغو سیمو کې له ۲۵۰۰ نه تر ۴۰۰۰ پورې القاعدې جنګیالي فعالیت کوي.