ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله وایي د هیواد ولسمشریزو ټاکنو کې یې له نورو زیاتې رایې اخیستي دي.
ښاغلي عبدالله چې نن دوشنبې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل که څه هم په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي، خو بیا هم موجوده شرایطو ته په کتو سره د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو ګډونکی دی.
عبدالله زیاته کړه چې ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي او په لومړي پړاو کې دوی ګټونکي دي.
ښاغلي عبدالله همداشان وویل یواځې هغه رایې چې د بایومټریک په مرسته کارول شوي وي، د منلو وړ دي او یواځې همدا پاکې رایې کولی شي د هیواد راتلونکی برخلیک وټاکي.
ده له ټولو رای ورکوونکو او د ټاکنو له کمیسیونه مننه وکړه.
دا په داسې حال کې دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ د ټاکنو د بریا د اعلان حق یواځې کمیسیون سره دی او هیڅوک حق نه لري چې له وخته وړاندې قضاوت وکړي.