په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر او د انتخاباتو د ملاتړ ډلې له نوماندانو غوښتي چې د ټاکنو د پایلو په برخه کې دې ستونزې نه پیدا کوي.
دغه ډله چې مرسته کوونکي هیوادونه اروپایي اتحادیې، اسټرالیا، سویډن، جرمني، جاپان، بریټانیا، امریکا، ناټو او یوناما پکې شامل دي د ولسمشرۍ له نوماندانو غوښتي چې د رای ورکولو، شمارلو، پایلو د اعلان او د شکایتونو د ثبت او څیړلو په کارونو کې مداخله ونه کړي.
پدې ټاکنو کې د دولت جوړونکي ټیم مرستیال امرالله صالح ویلي کوم معلومات چي دوی ته په لاس ورغلي، ښیي چې د شپيتو نه نیولې تر اویا سلنه خلکو دوی ته رایې ورکړي دي. ښاغلي صالح د دې تر څنګ ویلي چې انتظار کوي د انتخاباتو کمیسیون دغه رقم په رسمي ډول اعلان کړي.
خو دا یواځې صالح نه دی چې د بریا دعوه کوي، بلکې له ټاکنو وورسته ډیریو نوماندانو او د دوی پلویانود خپلو بریاوو خبرې کړي دي.
د ټاکنو کمیسیون له ټولو خواوو غوښتي چې له وخته وړاندې د ټاکنو د پایلو په اړه وړاندوینه ونه کړي.
ټاکل شوې ده د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې د همدې میاشتې په اووه ویشتمه نیټه او وروستۍ پایله یې د راتلونکې لړم میاشتې په شپاړسمه نیټه اعلان شي.