عربي رسنیو راپور ورکړی چې د سعودي عربستان د پادشاه ساتونکی عبدالعزیز الفغم په یوه شخصي نښته کې په ډزو وژل شوی دی.
عبدالعزیز الفغم له ملک سلمان وړاندې د عربستان د پخواني پادشاه ملک عبدالله ساتونکی هم و.
دغه پيښه د جدې په ښار کې رامنځته شوې او په هغې کې د سعودي عربستان پنځه نور امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې الفغم په جده کې سلطنتي ماڼۍ ته نږدې د خپل یوه ملګري کور ته تللی و.
د سعودي عربستان پادشاه د ژمي څو میاشتو کې په جده کې یوې ماڼۍ کې اوسیده
پولیس وایي ظاهرا د الفغم او د هغه د ملګري ممدوح بن مشعل ال علی ترمنځ شخړه شوې وه او د خپل ملګرو له لوري وژل شوی دی.
وژونکي له هغه وروسته چې د پولیسو له لوري محاصره شو او د ځان له تسلیمولو یې ډډه وکړه د پولیسو په ډزو کې ووژل شو