د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ ویلي له طالبانو سره د سیاسي خبرو له درېدو وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پوځي حضور ضروري شوی دی
ینس استولتنبرګ وایي،د خبرو له بیا ځلې پیل څخه هر کلی کوي خو طالبان باید د تاوتریخوالي او جګړې پایته رسېدو پر ځای دې د مذاکراتو بیا ځلې پیل لپاره لیوالتیا وښیې.
ینس وایي چې طالبانو به د جګړې په ډګرونو کې بریالي نشي د نوموړي په خبره ناټو به له طالبانو سره د سولې یوه معتبره هوکړه واوسي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره لاره هواروي.
له بلې خوا،د امریکا بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ وزیره هیلري کلینټن وایي هیله منه ده چې د ټاکنو پایله په افغانستان کې د یوه نوې او منتخب دولت د جوړښت لامل شي او هم د یوه نوې مشروع نظام او دولت څخه د نړیوال ملاتړ لامل شي.