افغان امنیتي ځواکونو د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال په ټول هیواد کې د رای اچونې د ۴۴۵ مرکزونو د بندیدو خبر ورکړی.
امنیتي چارواکي وایي دغو مرکزونو کې د رای اچونې امکان نه و او دوی نه غوښتل چې د را اچونې خیالي مرکزونه شتون ولري.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، خوشحال سعادت چې نن یې د امینتي بنسټونو او ټاکنو کمیسیون ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل چې دغه مرکزونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارواکو او سیمه ییزو چارواکو سره په همغږۍ بند اعلان شوي دي.
بله خوا د ټاکنو کمیسیون هم له امنیتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د پاتې ۵۳۷۳ مرکزونو د امنیت خوندي کولو لپاره جدي هڅه وکړي.
بله خوا کابل کې د امریکا سفارت هم د بندو مرکزونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
دغه سفارت په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت او د ټاکنو کمیسیون باید د یادو مرکزونو د موقعیت په اړه معلومات وکړي.
خو امنیتي بنسټونه وایي دا مرکزونه د لوړ امنیتي ګواښ له امله بند شوي او دوی نه غوښتل چې خیالي مرکزونه ولري.
دغه مرکزونه په نورستان، کاپيسا، میدان وردګو، کندهار، غور، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، سمنګان، جوزجان، بغلان، بدخشان او کندز ولایتونو کې بند اعلان شوي دي.
همدې سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ولسمشر غنی سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې امریکا تمه لري چې د نوماندانو او د ټاکنو ترسره کوونکو بنسټونو چلند نیمګړتیا ونه لري، ترڅو د ټاکنو پایلو مشروعیت په اړه ډاډ ترلاسه شي.
ټاکل شوې ده سبا د شنبې په ورځ په ټول هیواد کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.
د ټاکنو کمیسیون وايي دغو ټاکنو ترسره کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.