د ټاکنو یو شمیر څارونکو بنسټونو نن پنج شنبه چې د نوماندانو د سکوت ورځ ده، خپلې اندیښنې او موندنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د دغو ټولو بنسټونو اندیښنه امنیت او هغه شمیرې دي چې د ټاکنو کمیسیون یې د رای ورکوونکو او د رایو مرکزونو په اړه خپرې کړي دي.
دوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون، نوماندانو او ټولو اړوندو بنسټونو ته وړاندیز کړی چې د ټاکنو ترسره کیدو کې سالم چلند وکړي او دا بهیر کړکیچ نه کړي.
فیفا یا د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ نن په یوه ناسته کې د نوماندانو کمپاینونه د معیار له مخې نیمګړي وبلل.
دغه بنسټ وویل د ټاکنو کمیسیون هم د د رای اچونې مرکزونو او رای ورکوونکو د شمیر په برخه کې له واقعیته د باندې عمل کړی دی.
د دوی لویه اندیښنه داده چې ټاکنې تاوتریخجن نشی او که چیرې امنیت ښه نه وي، نو دا به د درغلیو د رامنځته کیدو لامل شی.
همداشان د افغانستان د رټو ټاکنو بنسټ یا تیفا هم په یوه بله جلا ناسته کې د رای ورکوونکو نوملړ د ولایتونو د نفوس سره متناسب نه دی بللی او هغه د درغلیو د رامنځته کیدو لامل بولي.
دغه بنسټ هم د ټاکنو په ورځ نا امنیو او د خلکو د کم شمیر ګډون ته اندیښمن دی.
همداشان د افغانستان د ټاکنو څارندوی بنسټ هم ټینګار کړی چې د ټاکنو په ورځ به زیاتې ستونزې موجودې وي.
له دې ډلې ولسوالیو کې د ښځینه کار کوونکو کموالی، د بایومتریک غیر فعال ماشیونونه او نا امني د دې بنسټ لویې اندیښنې دي.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده د راتلونکي شنبې په ورځ ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.