د یک ټلویزیون سیمه ییز خبریال وایي چې پروان ولایت کې د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم کمپاین ته نږدي چاودنه شوې ده.د پرون دولت روغتون سرطبیب عبدالقاسم سنګین یک ټلویزیون ته وویل چې پرون کې د دولت جوړوونکي ټیم راټولیدنې څخه ۲۴ جسدونه او ۳۱ ټپیان دې روغتون ته راوړل شوي دي.
د یک ټلویزیون سیمه ییز خبریال وایي چې پروان ولایت کې د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم کمپاین ته نږدي چاودنه شوې ده.د پرون دولت روغتون سرطبیب یک ټلویزیون ته وویل چې پرون کې د دولت جوړوونکي ټیم راټولیدنې څخه ۲۲ جسدونه او۳۸ټپیان دې روغتون ته راوړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت تایید کړي ده چې دغه چاودنه موتړ سایکل باندې سپور برید ګر په مټ ترسره شوې ده.
له دې وړاندې د پروان امنیه قوماندانۍ ویاند سلیم نوري یک ټلویزیون ته وویل دې چاودنه کې چې د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم راټولیدنه کې رامنځته شوي ده،تراوسه یې د څلور تنو وژل کیدل تایید کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند خپله انترنتي پاڼه کې لیکلي دي چې نن غرمه د چاریکار ښار لومړی حوزې اړوند د لومړي نظام قراول روزنیز مرکز کې چاودنه رامنځته شوې ده چې څرنګوالی او جزییات یې تراوسه معلوم ندي.
رحیمي زیاته کړي ده چې د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم په راټولیدنه کې چاه ته زیان نده رسیدلی او کمپاین دوام لري.
د دې چاودنې مسوولیت چاه پر غاړه نده اخیستی.
په دې اړه جزییات تردامهاله په لاس کې نشته.