د دایکندي ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه ددغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د پولیسو پر پرستو ډله ییز بریدونه کړي چې، له امله یې ۱۸ افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دایکندي ولایت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه ددغه ولایت د پاتو ولسوالۍ اړوند سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پرپوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یېاته پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د سیمه ییزو چارواکو له قوله، په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو وسله وال طالبان بیا وایي چې، په پاتو ولسوالۍ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو څلور پوستې نیولې او ادعا کوي چې افغان پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
که څه هم دایکندي د هېواد له امن ولایتونو څخه شمېرل کيږي، خو پدې وروستیو کې ددغه ولایت په پاتو او کجران ولسوالۍ له یوې نیمې میاشتې را په دېخوا د وسله والو طالبانو تر بریدونو لاندې دي.