پس له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوې اعلان وکړ، افغان حکومت هم له دغې ډلې سره د سولې هڅې درولې دي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل،ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره کيږي او په خبره یې څوک چې د موقت حکومت نارې وهي د جمهوري نظام او د افغانستان د خلکو مخالف دي.
صدیقي صدیقي وویل چې د سولې خبرو د لغوه کېدو اصلي لامل طالبان دي ځکه چې غواړي په افغانستان کې زورزیاتي ته دوام ورکړي. نوموړي وویل: «د میزان تر شپږمې پورې د افغانستان حکومت د سولې پروسه کې هڅې درولې دي. زما په اند د سولې د مشروعیت کلۍ د ټاکنو ترسره کول دي او سوله له مشروعیت پرته نشي تامیندلای.»
دې ته ورته ولسمشر محمد اشرف غني نن په کندهار کې د خپل ټاکنیز کمپاین ناستې ته د خبرو پرمهال وویل چې، له ولسمشریزو ټاکنو وروسته سوله د افغانستان دولت لومړیتوب دی.
دا په داسې حال کې دي چې د وسله والو طالبانو یو پلاوی مسکو ته په سفر تللی.
رویټرز خبري اژانس د طالب سرچینو له قولي ویلي چې، د وسله والو طالبانو یو پلاوی نن جمعه مسکو ته سفر کړی او ټاکل شوې له هغه ځای نه وروسته چین، ایران او د مرکزي هېوادونو ته سفر وکړي.
د طالب سرچینو له قوله، ددې لیدنو موخه له امریکا سره سره د خبرو اترو د بیا پیلولو هڅه نه ده ، بلکې دوی غواړي چې له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه سیمه ییز ملاتړ ترلاسه کړي.