د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوایي برید له املهپه افغانستان کې د داعش د مطبوعاتو مسوول حسن پنجابي، وژل شوي.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، حسن، د تولنیزو شبکو له لارې د داعش لیکو ته د کسانو د جلب و جذب او د تبلیغاتي پیغامونو د خپرولو مسوول و.
دې ته ورته افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تېره شپه په کابل ښار کې عملیات ترسره کړی چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې یو مهم پټنځای له منځه وړی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت او ملي پولیسو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د اولسمې حوزې اړوندو کې عملیات ترسره کړی چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې یوه خطرناکه درې کسیزه ډله نیولې ده.
د خبرپاڼې له قوله، په عملیاتو کې د داعش ډلې د بریدونه یو تن طرحه کوونکی محمد حنیف او ددغې ډلې یو بل پاکستانی اتباع وژل شوي دي.
د خبرپاڼې زیاتوي چې، د عملیات پرمهال یوه پاکستانۍ ښځه چې، په دغه پټنځای کې له خپلو څلور ماشومانو سره اوسېدله، هم زخمي شوې ده چې اوس د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوې ده.