د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي، روسیه هیله لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات مړه نه بلکې ځنډېدلې دي.
ضمیر کابلوف نن سه شنبه په مسکو کې خبریالانو ته وویل، روسیه هیله لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې به بیا پیل شي.
ضمیر کابلوف وویل: «مونږ خواشیني یوو چې د خبرو پروسه ځنډېدلې. مونږ لا هم فکر کوو چې مذاکرات مړه نه دي بلکې ځنډېدلې دي. مونږ ته ښکاري چې دواړه خواوې به څه موده وروسته بېرته د خبرو بهیر ته راوګرځي او هوکړه به وروستۍ کړي.»
نوموړي وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ جوړجاړی یو مهم ګام دی چې کولای شي په افغانستان کې ملي پخلاینې او ددغه هېواد د کرکېچ هواري ته لاره پرانیزي او تمه لرو چې دا کار به بالاخره ترسره شي.
همدرانګه ضمیر کابلوف وایي چې د سولې خبرو لغوه کېدل د افغان سولې بهیر کې یوه منفي نښته ده.
د ضمیر کابلوف څرګندونې داسې مهال مخې ته راځې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې ځکه چې دغې ډلې په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.
همدرانګه ولسمشر ټرمپ پرون دوشنبه یو ځل بیا وویل چې له وسله والو طالبانو سره نور د سولې خبرې ختمې دي او ټینګار یې وکړ چې امریکایي سرتیري به په افغانستان کې ددغې ډلې په وړاندې خپل عملیات زیات کړي.