د خوست ولایت د مرکز اړوند کونډیو کلي کې د واده مراسمو کې چاودنه شوې چې پایله کې یې څلور کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي.
دا پيښه تیره شپه شاوخوا یوولس بجې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنې له امله شوې ده.
د خوست د پولیسو ویاند، عادل حیدری د دې خبر په تایید سره ویلي چې کیدای شي د پيښې ټپیانو او وژل شوو کسانو شمیر کې زیاتوالی راشي.