سره له دې چې افغان حکومت د طالبانو له ۵۰۰۰ زیات بندیان خوشې کړي دي، خو طالبان وایي د دوی د پاتې شپږو تنو بندیانو خوشې کیدو په تړاو لا پرمختګ نه دی شوی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي د طالبانو بندیان د ورکړل شوي نوملړ سره سم شوې شوي او طالبان باید نور د سولې خبرو ته حاضر شي.
خو طالبان وایي د دوی د هغو شپږو تنو بندیانو خوشې کیدو او قطر ته لیږدولو کې پرمختګ نه دی شوی، چې یو شمیر هیوادونه یې له خوشې کیدو سره مخالف وو.
طالبان ادعا لري چې دغه بندیان لاهم د افغان دولت په بند کې دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي قطر ته د یادو طالب بندیانو د لیږد بهیر باندې کار لګیا دی، خو باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې طالبانو سره هیڅ دولتي بندي نه دی پاتې.
بله خوا، یو شمیر معتبرو سرچینو یک تلویزیون ته ویلي چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد قطر کې د بین الافغاني خبرو مقدماتي اجنډا ترتیب او قطر ته د شپږو طالب بندیانو انتقال باندې کار کوي.
بل لور ته، د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان ویلي د سولې له هوکړې وروسته، افغانستان کې د واک ویش کې هیڅ اختلاف نشته.
عمران خان ویلي: “موږ ته هغه څه د منلو دي، چې افغانان پرې سلا شي. د سولې خبرو له لارې هرې هوکړې ته درناوی کوو او له خپل نفوذه په ریښتیني توګه کار اخلو، ترڅو حکومت او طالبان د خبرو میز ترشا کیني؛ او که چیرې دا کار وشي، دا به معجزه وي.”
د افغانستان د سولې بهیر تردې دمه له لویو خنډونو تیر شوی دی، خو اوس ښکاري چې د طالبانو شپږ تنه بندیان د دغه بهیر پر وړاندې د نظر یو اختلاف رامنځته کړی دی.