د ولسمشر پر لومړي مرستیال، امرالله صالح باندې د نن ورځې برید، زیات کورني او بهرني غبرګونونه پارولي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، اروپايي ټولنې، ناټو، افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، د امریکا سفارت، د هند دولت، کاناډا، ایران او پاکستان د نن ورځې برید غندلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ د دې پيښې په غبرګون کې ویلي چې ترهګر او د دوی بهرني ملاتړي نشي کولی چې په داسې جنایتونو سره، جمهوریت او د افغانستان د خلکو روښانه راتلونکی پیکه کړي.
اروپايي ټولنې دا پيښه پر جمهوریت برید بللی او دا یې د سولې دخرابوونکو کار بللی دی.
کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر ویلي د دې پيښې عاملین باید د عدالت میز ته ورکش کړل شي.
د امریکا سفارت د دې برید غندنې ترڅنګ، هیله ښودلې چې د افغانستان د سولې بهیر ښه پایله ورکړي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي بیا دا پوښتنه ولاړه کړې، چې څنګه کیدای شي د جګړې یوه خوا د مذاکراتو او د مخالف لیدلوري منلو پر ځای، د مقابل لوري فزیکي حذف ته لاس واچوي.
ناټو ویلي د سولې دښمنان لاهم د سولې ټینګښت او تاوتریخوالي کمولو لپاره د افغانانو پر غوښتنو سترګې پټوي.
کاناډا، هند او پاکستان هیوادونو هم دا پيښه غندلې ده.
د افغانستان ولسي جرګې هم دا برید د افغانستان د سولې د دښمنانو کار بللی دی.
په خپله امرالله صالح هم ویلي چې داسې بریدونه نشي کولی د هغه د مبارزاتو مخه ډب کړي.
امرالله صالح د طالبانو او پاکستان پر وړاندې د سخت دریځ له امله د ژبو پر سر راغلی دی.
نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل څلورمې حوزې اړونده سیمه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال، امرالله صالح د موټرو پر کاروان یوه ځواکمنه چاودنه وشوه.
په چاودنه کې د امرالله صالح کیڼ لاس برڅيرن ټپي شو، خو ۱۰ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول او ۳۹ نور ټپیان شول.