تورخم ښارګوټې کې چارواکو پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ بار وړونکي موټر د کمیسارۍ د پلان له مخې دواړو لورو ته تګ راتګ کوي او د ګمرک چارواکي به ورته اړونده برخه کې اسانتیا برابروي.
د ننګرهار د ګمرک رئیس نصرالله صاحبزاده ویلي د دې ناستې پر مهالداهم منل شوي چې د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د مالونو فزیکي چک له پنځه سلنه زیات نشي او د مالونو سکین به هم شل سلنه وي او کموالی به پکې راځي.
د صاحبزاده په وینا د دې پرېکړو له مخې به د پاکستان اړوند لارې په اوږدو کې ټول غېر قانوني ترمینلونه تړل کیږي، د جمرود سکینر او تورخم ښارګوټې له کتنې وروسته به له ځنډ وروسته د فرضي کرښې دواړه غاړو ته موټر له ځنډ پرته تګ راتګ وکړي .
د ګمرک رئیس وایي، د دې ناستې پر مهال دواړو لورو همداشان پرېکړه وکړه چې د ترانزیټي لاریو لپاره ځانګړی سړک جوړ شي، ترڅو بار وړونکي موټر پرې تګ راتګ وکړي.
د صاحبزاده په وینا هغه موټر چلوونکي چې د روډ پاس ستونزه لري، د دواړو لورو لخوا به ورته لنډمهاله تمدید شي او اوږدمهاله حل لار لپاره پرې کار کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې په تورخم کې د ټرانزیټي ستونزو له امله سوداګرو زیات اندیښمن وو.
رپوټونه شته چې همدا اوس د پاکستان کراچۍ بندر کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ د افغان سوداګرو بار کانټینر ولاړ دي او پاکستان ورته اجازه نه ورکوي چې تورخم ته انتقال شي.