یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې د افغانستان ۶۹ سلنه وګړي د جمهوري نظام ملاتړ کوي او ۸سلنه نورو بیا اسلامي امارت ته رایه ورکړې ده.
په دې نظرپوښتنه کې همداشان ویل شوي چې ۴۲ سلنه افغانانو ویلي که چیرې ورته شرایط برابر شي، افغانستان پریږدي.
د نظرپوښتنې ۵۴سلنه ګډون کوونکو هم د لنډمهاله حکومت ملاتړ کړی دی.
دا نظرپوښتنه د افغانستان د سولې او جنګ انسټیټیوټ له لوري ترسره شوې، چې د ۸۰۰۰ کسانو نظرونه یې را اخیستي دي.
د نظرپوښتنې پر بنسټ، ۵۵ سلنه خلکو ویلي طالبان باید د جګړې له قربانیانو بخښنه وغواړي، خو ۹۵ سلنه نورو بیا د جنګي مجرمانو او د بشري حقونو د نقض کوونکي د محاکمې غوښتنه کړې ده.
که څه هم تر اوسه د افغانستان د سولې بهیر له خنډ سره مخ شوی او معلومه نه ده چې د سولې مخامخ خبرې به کله پيلیږي، خو ۸۵ سلنه خلکو ویلي د سولې روان بهیر ته خوشبینه دي.
همداشان ۴۲ سلنه نظر ورکوونکو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل غوښتي او ۳۵ سلنه نورو ویلي د دغو ځواکونو وتلو پایلې ته اندیښمن دي.
د همدې ترڅنګ، ۶۵ سلنه نظر ورکوونکو ویلي چې طالبان باید بې وسلې شي او عادي ژوند غوره کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې کیدای شي راتلونکې اونۍ کې طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي.