طبیعي پيښو ته د رسیدنې چارو وزارت وایي په پروان ولایت کې د سختو سیلابونو راوتلو له امله ۷۰ تنه وژل شوي او له ۱۱۰ زیات ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت د اعلامیې پر اساس چې نن چهارشنبه خپره شوې، په دې سیلابونو کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د پروان د ملکي روغتون مشر، قاسم سنګین وایي تر اوسه۷۰ جسدونه او۱۱۰ تنه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.
د ښاغلي سنګین په خبره د پيښې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي.
دا پيښه نن سهار دوه بجې له زیاتو ورښتونو وروسته رامنځته شوې ده.
طبیعي پيښو ته د رسیدنې وزیر، غلام بهاوالدین جیلاني چې خپله هم نن سهار چاریکار ولایت ته تللی ویلي دي چې روغتیايي ټیمونه، د خلکو د ژغورنې ډله او د لارو او کوڅو پاکولو لپاره اړوند ماشینونه پروان ته استول شوي دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح هم د دې پيښې مالي او ځاني زیاتونه زیات بللي او ویلي یې دي چې کابل کې ټولو اړوند ادارو ته سپارښتنه شوې چې د طبیعي پيښو ته د رسیدنې وزارت سره په همغږۍ کې د پروانیانو مرستې ته ودانګي.