ځینو باوري سرچینو یک تلویزیون ته ویلي چې، ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکې شنبې په ورځ د یوه ۱۳ کسیز پلاوی په مشرۍ واشنګټن ته سفر وکړي او هلته به له خپل سیال ډونلډ ټرمپ سره وګوري.
د سرچینو له قوله، ولسمشر محمد اشرف غني او ډونلډ ټرمپ به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې او ولسمشریزو ټاکنو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسي حال کې دي چې زلمی خلیلزاد او د پریکنده ملاتړ قومندان سکات میلر قطر ته تللي دي.
دې ته ورته د امریکا متحده ایالاتو د کانګرېس بهرنیو چارو کومیټې له زلمي خلیلزاد نه غوښتي چې له طالبانو سره د سولې تړون په اړه د وضاحت لپاره د یادې کومیټې ځانګړې ناستې ته ور شي.
د کانګرېس د بهرنیو چارو د کومیټې مشر ایلیټ اېنګل په خپل لیک کې زلمي خلیلزاد ته لیکلي، چې کانګرس غواړي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر ګټو، زیانونو او احتمالي پایلو پوه شي.
په دغه لیک کې راغلي چې د امریکا او افغانستان ولسونه غواړی په دې پوه شي چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ ادارې ډیپلوماټیکه ستراتیژي څه ده.
په لیک کې دا هم ویل شوي چې کانګرېس غواړي باوری شي چی امریکا په افغانستان کې د ځواکونو د ایستلو تړون نه، بلکې د سولې تړون لاسلیک کوي.