په کابل ښار کې د دریو مقناطیسي ماین چاودنو په پایله کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
کورنیو چارو وزارت وايي لومړۍ چاودنه نن شنبه سهار شپږ نیمې بجې د اوومې امنیتي حوزې اړونده د چهلستون سرک نو سیمه کې یوه کرونا موټر پسې شوې چې پایله کې یې یو تن ووژل شو او د یوه ملکي کس په ګډون دوه تنه پکې ټپيان شول.
همداشان نن سهار شاوخوا اووه بجې د پنځلسمې حوزې اړونده شهید څلور لارې کې هم په یوه رنجر موټر پسې چاودنه وشوه او دوه تنه یې ټپيان کړل.
د کابل پنځمې حوزه کې هم چاودنه شوې ده، خو چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
په وروستیو څو اونیو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.