د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي د داعش ډلې د خراسان څانګې قاضي القضات، عبدالله اورکزی یې د هدفمندو او پیچلو عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی.
ملي امنیت په یوه اعلامیه کې ویلي چې عبدالله اورکزی د ننګرهار په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د داعش ډلې د جګړې مسوول و او همداشان یې د طالبانو په تخنیکي مرسته د ننګرهار ولایت محبس باندې برید ترسره کړی و چې طرحه یېد طالبانو له لوري جوړه شوې وه.
د ملي امنیت په ویناعبدالله اورکزي څه موده وړاندې د ملکي خلکو د سر غوڅولو او د داعش جنګیالیو سره د ملکي نجونو په زوره ودولو فتواګانې هم ورکړې وې.
ملي امنیت وایي عبدالله اورکزی د داعش د استخباراتو د عمومي مسوول اسدالله اورکزی مرستیال هم و.
د یادولو وړ ده چې د ملي امنیت ځواکونو څه موده وړاندې د داعش د خراسان څانګې مشر عبدالله اوکرزی چې په اسلم فاروقي مشهور و، نیولی دی.