د ولسمشر وياند صديق صديقي ويلي امريکا وړاندې افغان حکومت ته ويلي و چې د طالبانو ۴٦۰۰ تنو بنديانو په خوشې کيدو سره بين الافغاني خبرې پيليږي.
دا په داسې حال کې دي چې تر اوسه د طالبانو نږدې ۵۰۰۰ تنه بنديان د افغانستان له زندانونو ازاد شوي دي، خو تر اوسه د بين الافغاني خبرو د پيليدو څرک معلوم نه دى.
ښاغلي صديقي چې نن يې کابل کې يوې خبري ناستې ته وينا کوله، همداشان وويل چې طالبانو د افغان حکومت د ورکړل شوي نوملړ سره سم حکومتي بنديان نه دي ازاد کړي.
طالبان وايي دوى د حکومت ۱۰۰۰ تنه بنديان ازاد کړي دي، خو افغان حکومت وايي د طالبانو له لوري د خوشې شوو بنديانو ډيره برخه ملکي وګړي دي.
د همدې ترڅنګ، کورنيو چارو وزارت وايي وسله والو طالبانو د اختر ورځو اوربند پرمهال ۳۸ مواردو کې له اوربنده سرغړونه کړې او ٦۰ تنو ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت وياند، طارق ارين پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي چې طالبانو د اوربند پرمهال په خپلو بريدونو کې ۲۰ تنه ولسي وګړي وژلي او ۴۰ نور يې ټپيان کړي دي.
ارين زياته کړې چې د اختر ورځو، اوربند او اورکم پرمهال د طالبانو له لوري د خلکو وژنه دا ښکاره کوي چې دغه ډله هغه څه ته چې وايي يې، ژمنه نه ده.