د ملي امنيت شورا وياند، جاويد فيصل ويلي دغه بنديان نن جمعه د پروان او يو شمير نورو ولايتونو له زندانونو ازاديږي، چې په دې سره به د خوشې شوو زندانيانو شمير ۴۷۵۰ تنو ته ورسيږي.
د ښاغلي فيصل په وينا د زندانيانو د خوشې کيدو دغه لړۍ به تر هغه دوام ولري، تر څو د دوي شمير ۵۱۰۰ تنو ته ورسيږي.
طالبانو وړاندې ويلي و چې که چيرې د دوى ۵۰۰۰ تنه ټاکل شوي بنديان خوشې شي، نو دوى چمنو دي چې له اختر وروسته بين الافغاني خبرو ته کيني.