د هرات ښار دولسمې ناحيې اړونده سيمه کې د ماين يوې چاودنې ٦ تنه ملکي وګړي ټپيان کړل.
دا پيښه نن جمعه شاوخوا ۱۱ بجې شوې ده.
هرات ولايت د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو امر عبدالاحد ولي زاده ويلي چې د دې پيښې په تړاو درې تنه نيول شوي او تر پوښټنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د اختر په ورځو کې په ټول هيواد کې اوربند اعلان کړى دى.