سپیدار ماڼۍ کې معتبره سرچینه یک تلویزیون ته وایي چې د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د نوماند وزیرانو معرفي کیدو په تړاو اختلافونه ختم شوي دي، خو لاهم د سولې چارو کې د دولت وزارت پر څوکۍ اختلاف روان دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ څو ورځې وړاندې ویلي و چې د عبدالله له لوري یو شمیر معرفي شوي نوماندان وزیران د وزارتونو وړتیا نه لري، نو له همدې امله یې د دوی له منلو ډډه کړې وه.
سپیدار ماڼۍ د ارګ دا څرګندونې د شوې هوکړې خلاف وبللې.
د مصالحې عالي شورا ویاند، فریدون خوځون یک تلویزیون ته وویل دوی د دواړو لورو ترمنځ د شوې هوکړې له بشپړ عملي کیدو پرته بل څه ته غاړه نه ږدي.
بله خوا، پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود وایي تمه لري چې اختلافونه دومره زیات نشي، چې منځګړي بیا میدان ته راشي.
د دولت د برخه والو ترمنځ له سیاسي هوکړې اویا ورځې تیرې شوي دي، خو لاهم د واک ویش کې اختلافونه له منځه نه دي تللي.
اوس ویره داده چې هسې نه راتلونکي پنځه کلونه هم د تیرو هغو پر څیر له اختلافونو ډک او خالي له هیڅ کومې لاسته راوړنې تیر شي.