د پکتیا ولایت احمدابا ولسوالۍ امنیه قومندان قومندان څارمن سرور حسن خېل د وسله والو طالبانو لخوا په ماین چاودنه کې وژل شوی.
د پکتیا امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسم پېښه تاییدوي وایي تېره شپه شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د احمدابا ولسوالۍ د امنیه قومندان څارمن سرور حسن خېل په موټر هغه مهال د ماین چاودنه شوې، چې نوموړی په سیمه کې په ګزمه بوخت و.
د سردار ولي تبسم په خبره په چاودنه کې یو بل پولیس هم وژل شوی.
سردار ولي تبسم زیاتوي چې محمد سرور حسن خیل له دریو کلنو راهیسې په احمدابا ولسوالۍ کې د امنیه قومندان په توګه دنده تر سره کوله او له وړاندې یې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې په بېلابیلو ولایتونو کې دندې تر سره کړې وې.
بلخوا د غزني ولایت چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د غزني ولایت مقام رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، افغان امینتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو د اقتصادي کمیسیون مشر نور محمد مشهور په ابوحظیفه په شمول ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.